۰

نامعلومه وسله والو ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی دی

سی شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار کې نامعلومه وسله والو کسانو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.
نامعلومه وسله والو ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار کې نامعلومه وسله والو کسانو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر نن سه شنبې د تلې ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه د جلال آباد ښار د تلاشۍ په څلور لارې کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي د ګل نواز په نوم ۳۰ کلن دیني عالم په یاده سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو وژل شوی دی.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي پر دغه دیني عالم له یوې ریکشا څخه ډزې شوې او وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي