۰
امنیتي چارواکي:

طالبانو تخار کې یو مدیر او یو ښوونکی وژلي دي

یکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تخار ولایت کې د یوې ښوونځي مدیر او یو ښوونکی وژلي دی.
طالبانو تخار کې یو مدیر او یو ښوونکی وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تخار ولایت کې د یوې ښوونځي مدیر او یو ښوونکی وژلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د تلې ۲۶مه) د تخار ولایت مرکز تالقان ښار اړوند شمر کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، طالبانو د شپې د شمر ښوونځي مدیر سیف الرحمان او د دغه ښوونځي یو تن ښوونکی مولوي عبدالکریم وژلي دی.

اسیر وايي، مولوي عبدالکریم د ښوونکي تر څنګ د یوه جومات ملا امام هم وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي