۰

تخار کې پر جومات هوايي برید: ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې تخار ولایت کې پر یوه جومات په یوه هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
تخار کې پر جومات هوايي برید: ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې تخار ولایت کې پر یوه جومات په یوه هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون چهارشنبې د تلې ۳۰ مه د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په هزاره قرلق سیمه کې په تېروتنې سره په یوه جومات شوی دی.

د تخار د والي ویاند جواد هجري نن پنشنبې د لړم اوله تایید کړې، چې په دغه برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې برید په تېروتنې سره شوې او د څېړلو لپاره به یې ډېر ژر یو پلاوی وټاکل شي او دغه برید به و ارزوي.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې برید افغان هوايي ځواک کړی او که بهرنیو ځواکونو.

په تخار کې دا هوايي برید پر داسې مهال کېږي، چې پرون د همدې ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر په ګډون ۵۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي