۰
ولسمشر غني:

سیمه ییز اتصال د سیمه ییز ثبات او سولې لپاره مهم دی

سی شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سیمه ییز اتصال د سیمه ییز ثبات، سولې او ټولیزې هوساینې لپاره خورا مهم دی او باید کار ورته وشي.
سیمه ییز اتصال د سیمه ییز ثبات او سولې لپاره مهم دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سیمه ییز اتصال د سیمه ییز ثبات، سولې او ټولیزې هوساینې لپاره خورا مهم دی او باید کار ورته وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه  د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان ناسته کې د ویډیويي کنفرانس له لارې کړې.
 
ښاغلي غني دغه کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي،  د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان کولی شي د یو اقتصادي براعظم په توګه د اسیا د تحول بنسټ کېږدي او د مرکزي اسیا راتلونکی تاریخ ولیکي.
 
د ښاغلي غني په وینا په دې اقتصادي تحول کې لیدلوری، تداوم او د اسیا پراختیایي بانک له لوري له نورو شریکانو سره د باور فضا رامنځته کول مهم دي.

نوموړي زیاته کړې، د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان له ۲۰۲۰ کال څخه د ګاونډیو او ښو شریکانو او اغېزناک لیدلوري په توګه د اسیایي هیوادونو په متحول کولو کې مهم رول لري او افغانستان د دې تګلارې همکار او ورته ژمن دی.

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې سیمه ییز اتصال د سیمه ییز ثبات، سولې او ټولیزې هوساینې لپاره مهم دی.
 
ولسمشر ویلي«زموږ د سیمه ییز اتصال اجنډا موږ له شته خطرونو څخه لرې کوي او د همپالنې په برخه کې لا زیاته زمینه برابروي. د دې سازمان په ستراتېژیک سند کې د ځای شویو ژمنو هرکلی کوو او همداراز د سوداګرۍ نړیوال سازمان او د ټي ای ار سازمان تعهداتو ته ژمن یوو او تاسو ته ډاډ درکوو چې له ټولو همکارانو سره په رغنده بحث کې ګډون کوو.»
 
دی وايي، افغانستان د بشري پانګې لپاره ښه فرصتونه لرو، د دې سازمان په چوکاټ کې لومړیتوبونه ډېر مهم دي.

ولسمشر زیاته کړې، چې اسیا په عمومي ډول او د دې سازمان غړي په ځانګړي ډول کولی شي خپلې هڅې بسیج کړي او له رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو څخه لا ډېره ښه استفاده وکړي.
 
افغان ولسمشر وايي، موږ باید نه یوازې د کرونا ویروس، بلکې اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې لپاره هم له دې فرصتونو څخه استفاده وکړو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي