کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو کندهار ولایت کې د جګړیزو مهماتو ډګ موټر نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مازدا ډوله باروړونکی موټر د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې نیول شوی دی.
خبرپاڼه وایي، په دې موټر کې ۲۰۰۰ ډزه د دهشکې ګولۍ، ۵۰ ډزه نارنجک غورځوونکي او ار.پي.جي توغندی غورځوونکي او همدارنګه ۱۷۹۶۰ ډزه د سپکو وسلو ګولۍ د جوارو تر بوریو لاندې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوې وې.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو د موټر چلوونکی نیول شوی دی.
بل خوا؛ د ننګرهار ولایت په غنيخېلو ولسوالۍ کې هم د نشه يي توکو د قاچاق ۱۰۳۸۳۰۰ پاکستانۍ کلدارې عواید ترلاسه شوي دي.
وزارت وايي، یادې پیسې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو له خوا د یوه صراف په وسیله له بهر څخه حواله شوې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل