۰

ولسمشر، دوحه کې د مذاکراتو له دوام سره توافق کړی

دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۶
د ارګ ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر غني د قطر پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو له دوام سره توافق کړی دی.
ولسمشر، دوحه کې د مذاکراتو له دوام سره توافق کړی
د ارګ ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر غني د قطر پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو له دوام سره توافق کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون د ملي روغې جوړې عالي شورا عبدالله عبدالله اعلان وکړ، چې د سولې مذاکرات به په خپل وخت په دوحه کې تر سره شي.

عبدالله دا هم و ویل، چې دوحه کې د مذاکراتو له دوام څخه نړیوالو هم ملاتړ اعلان کړی دی.

نوموړي تر دې وروسته له ولسمشر غني سره هم لیدلي او د سولې پروسې، د خبرو د بل پړاو د پیل پر ځای او وخت یې ورسره خبرې کړې دي.

د ارګ ویاند صدیقي صدیقي په یوه ټوېټ کې ویلي له ښاغلي عبدالله سره په لیدنه کې ولسمشر د دې ملاتړ وکړ، چې د سولې د خبرو دویم پړاو په ټاکلي وخت په دوحه کې پیل شي.

د ده په خبره، د نړیوالو ملاتړو مشوره هم دا وه چې مذاکرات دې اوس په دوحه کې ادامه پیدا کړي.

خو په وینا یې ولسمشر غني بیا هم ټينګار درلود، چې د مذاکراتو پاتې پړاونه باید په افغانستان کې د ننه تر سره شي.

صدیقي ویلي«د مذاکراتي ټیم او ملي مصالې عالي شورا د رییسانو په غوښتنه، د نړیوالو ملاتړو په مشوره او د مذاکراتو په دویم پړاو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره، ولسمشر توافق کړی چې د مذاکراتو دویم دور دې په قطر کې ترسره شي. موږ ټینګار کوو چې د مذاکراتو راتلونکي پړاوونه باید په افغانستان کې ترسره شي.»

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې اوس درېدلې او ټاکل شوې چې د روانې مرغومي میاشتې په ۱۶ مه بېرته په دوحه کې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي