د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې ښار کې د یوې چاودنې له امله ۳ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د مرغومي ۱۱ مه د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند چهلستون سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ وايي، ماین چاودنه په یوه کرولا ډول موټر شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې هره ورځ چاودنې رامنځ ته کېږي، چې تر ډېره یې قرباني ملکي وګړي دي.
امنیتي چارواکي وايي، دا کار د عبیده کاروان په نوم د طالبانو د یوې شبکې دي، چې غواړي په مذاکراتو کې امتیاز تر لاسه او د ولس او دولت تر منځ واټن رامنځ ته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل