۰
ولسمشرغني:

مذاکراتي پلاوی دې د اساسي قانون په رڼا کې د سولې خبرې مخ ته یوسي

دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له مذاکراتي پلاوی سره د لیدنې پر مهال ویلي، دغه پلاوی باید له طالبانو سره مذاکرات د اساسي قانون په رڼا کې مخ ته یوسي.
مذاکراتي پلاوی دې د اساسي قانون په رڼا کې د سولې خبرې مخ ته یوسي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له مذاکراتي پلاوی سره د لیدنې پر مهال ویلي، دغه پلاوی باید له طالبانو سره مذاکرات د اساسي قانون په رڼا کې مخ ته یوسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه د دولتي پلاوی له مشر معصوم ستانکزي او غړو سره په چهارچینو ماڼۍ کې لیدلي دي.

ارګ وايي، په دغه ناسته کې ښاغلي ستانکزي ولسمشر غني ته په تېرو څو اونیو کې د افغان ولس له بېلابېلو اقشارو سره د خپلو لیدنو په اړه معلومات ورکړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني مذاکراتي پلاوي ته سپارښتنه وکه، چې له مقابل لوري سره د اساسي قانون په رڼا کې خبرې وکړي، تر چې مذاکرات په بریالیتوب سره مخ ته ولاړ شي.

دا لیدنه پر داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې نن مذکراتي پلاوی د قطر په لور وخوځېږي او له طالب پلاوی سره د سولې دویم پړاو خبرې پیل کړي.

افغان مذکراتي پلاوي، چې تر دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، سیاسي مشرانو او بېلا بېلو قشرونو سره د سولې په اړه ناستې او سلا مشورې کړې وايي په پوره چمتوالي د مذاکراتو پر لور ځي.

یاد پلاوی وايي، له مقابل لوري سره به په اوربند او سیاسي مشارکت چې د دویم پړاو خبرو له مهمو مسایلو څخه دي بحثونه وشي.

که چېرې افغان پلاوی چې ټاکل شوې نن دوحې ته ولاړ شي نو سبا چې د مرغومي ۱۶ مه کېږي د دواړو لورو تر منځ به دویم پړاو خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي