۰

پاکستاني ځواکونو بیا په کونړ ۵۰ توغندي ویشتي

چهارشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۴
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت راکېټي بریدونه کړي، چې ځاني زیان نه لري، خو مالي زیان یې اړولی دی.
پاکستاني ځواکونو بیا په کونړ ۵۰ توغندي ویشتي
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت راکېټي بریدونه کړي، چې ځاني زیان نه لري، خو مالي زیان یې اړولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني ځواکونو پرون سه شنبې د سلواغې ۱۴ مه د ډېورنډ کرښې پورې غاړې د کونړ په شلتن ولسوالۍ راکټونه ویشتي دي.

د کونر والي محمد اقبال سعید ویلي، د شلتن ولسوالۍ پء سونو او الماز ډوپ کلیو کې کابو ۵۰ تواغندي لګېدلي، چې ځاني زیان نه لري.

په ورته وخت د سیمې خلک هم وايي، په دغه بریدونو کې ځاي زیان نه دی رامنځ ته شوي، خو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان له کلونو راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو چې ډورنډ کرښې ته نېږدې راکټي بریدونه کوي، چې ګڼو خلکو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي