سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت راکېټي بریدونه کړي، چې ځاني زیان نه لري، خو مالي زیان یې اړولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني ځواکونو پرون سه شنبې د سلواغې ۱۴ مه د ډېورنډ کرښې پورې غاړې د کونړ په شلتن ولسوالۍ راکټونه ویشتي دي.
د کونر والي محمد اقبال سعید ویلي، د شلتن ولسوالۍ پء سونو او الماز ډوپ کلیو کې کابو ۵۰ تواغندي لګېدلي، چې ځاني زیان نه لري.
په ورته وخت د سیمې خلک هم وايي، په دغه بریدونو کې ځاي زیان نه دی رامنځ ته شوي، خو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
د یادونې ده، چې پاکستان له کلونو راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو چې ډورنډ کرښې ته نېږدې راکټي بریدونه کوي، چې ګڼو خلکو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل