۰

کونړ او ننګرهار کې چاودنو ۷ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۲۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۱
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د سړک د غاړې ماین چاودنو کې د سرتېرو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ او ننګرهار کې چاودنو ۷ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د سړک د غاړې ماین چاودنو کې د سرتېرو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ په چپه درې ولسوالۍ کې تېره شپه دوه بجې د سیمه ییزه پولیسو په ګرمه د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، په دغه چاودنه کې د محلي پولیسو د یوه ټولي قوماندان فیروز او د هغه یو بل سرتېری وژل شوي او دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

بل خوا نن سهار ۸ بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د زندان اړوند پولیسو په یوه رنجر موتر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وايي، په دغه چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي