۰

کندهار کې د طالبانو موټر بم او ۱۱ غړي له منځه وړل شوي دي

شنبی ۱۴ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو ټانګ بم موټر موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړی.
کندهار کې د طالبانو موټر بم او ۱۱ غړي له منځه وړل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو ټانګ بم موټر موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیت امر غورځنګ افریدی وايي، د طالبانو له چاوېدونکو ډک هاموي ټانګ باندې ارغنداب ولسوالۍ کې هوايي برید شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په دغه ټانګ کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان هم سپاره و، چې هدف ته له رسېدو وړاندې د هوايي ځواک له خوا په نښه او له منځه یووړل شو.

غورځنک زیاتوي، چې طالبانو غوښتل د دغه ټانګ په واسط په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یوې اډې برید وکړي، خو له منځه یووړل شو.

د کندهار د امنیت امر وايي، په دې هوايي برید کې په ټانګ کې سپاره ۱۱ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي