راپورونه وايي، ترکیه او قطر د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه طالبانو سره لومړي توافق ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اناتولي خبري آژانس د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې ترکیه او قطر به د کابل هوايي ډګر سربېره د افغانستان د څلورو نورو هوايي ډګرونو چارې هم مدیریت کوي.
د سرچینې په وینا پر دغه څه لومړنی توافق کابل ته د ترکیې او قطر د تخنکي پلاویو له تګ او له طالب چارواکو سره تر لیدنې او خبرو اترو وروسته شوی دی.
په راپور کې ویل شوي، دواړو لورو توافق کړی چې د دغه موضوع پر جزیاتو به تخنیکي کمېټې په راتلونکې کې هم خبرې اترې ولري.
خو په ورته وخت د افغانستان د ترانسپورت وزارت ویلي، چې تر اوسه په دې اړه کوم توافق له ترکیې او قطر سره نه دی شوی.
د یادونې ده، چې د ترکیې او قطر تخنیکي ټیمونه د تېرې پنشنبې مرغومي دویمه نېټه کابل ته راغلل او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې ولیدل.
جمهورخبري آژانس:کابل