۰

له ازبکستان او ایران څخه وارداتي برېښنا پرې شوې ده

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۵
د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، له ازبکستان او ایران څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوې او ګڼ ولایتونه له برېښنا بې برخې شوي دي.
له ازبکستان او ایران څخه وارداتي برېښنا پرې شوې ده
د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، له ازبکستان او ایران څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوې او ګڼ ولایتونه له برېښنا بې برخې شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وارداتي برېښنا د په بمونو د پایو د نړولو له امله پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازی وايي، نامعلومه وسله والو تېره شپه د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې د برېښنا دوه پایې په بمونو الوځولې دي.

نوموړي زیاته کړې، یوه پایه مکمله تخریب شوې او بله لږ خرابه ده، خو له امله یې پر کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.

نیازی وايي، د افغانستان د برښنا شرکت تخنیکي ټيم نن سیمې ته رسېدلی دی، څېړنې پيل کړې تر څېړنو وروسته به د دغه پایو د جوړولو عملي کار پيل کړي.

د نیازي په وینا دا چې یاده ساحه غرنۍ ده ممکن د جوړېدو چارې وخت ونیسي.

د دې تر څنګ نامعلومه وسله والو نن له ایران څخه هرات ته د وارداتي برېښنا یوه پایه هم په ماین الوزولې او پر هرات برېښنا پرې شوې ده.

برېښنا شرکت وايي، دغه پایه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ کمانه سیمه کې په ماین الوزول شوې ده.

د برښنا شرکت د معلوماتو په اساس په تېرو ۴۰ ورځو کې په دغه هېواد کې د وارداتي برښنا ۱۹ پایې په ماینونو الوزول شوې، چې دغه شرکت ته یې لوی اقتصادي زیان هم رسولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي