۰

نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ

پنجشنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نړیوال بانک د آسیايي څانګې له مرستیال هارټ ویک شېفر سره پر تلېفوني اړیکه کې پر اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.
نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نړیوال بانک د آسیايي څانګې له مرستیال هارټ ویک شېفر سره پر تلېفوني اړیکه کې پر اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپانه وايي، دغه خبرې پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۳ مه ماښام مهال د ویډیويي کنفرانس له لارې شوې او دواړو لورو په افغانستان کې پر روان اقتصادي وضعیت او د نړیوال بانک پر همکاریو خبرې وشوې.

ولسمشر غني همدارنګه په مختلفو سکتورونو کې د حکومت د لومړيتوبونو او په اقتصادي او امنيتي برخو کې د لا زيات شفافيت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي ویلي، چې د جګړو او وچکالۍ له امله افغانان له پراخو ستونزو او سختیو سره مخامخ دي نو له همدې امله د نړیوال بانک په څېر نورو نړیوالو بنسټونو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د نړیوال بانک دغه چارواکي ویلي، دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي، تل یې په اړینو مواردو کې مرستې کړې دي او هڅه کوي په خپلو راتلونکو غونډو کې اړمنو افغانانو ته د مرستې رسونې پر څرنګوالي خبرې وشي.

ویک شېفر ویلي، چې د افغانستان دولت، نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق ترمنځ همغږي مؤثره ده او د (JCMB) د څارنې او انسجام ګډ بورډ غونډه يې چې ټاکل شوې د روانې مياشتې په وروستيو کې د ترسره شويو کارونو د ارزونې او پرمختګ لپاره جوړه شي، مهمه وبلله.

د نړیوال بانک د اسیايي برخې مرستیال زیاته کړې چې په افغانستان کې به یې په بېلا بېلو برخو کې پروژې روانې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي