۰
د م م امنیت شورا:

د طالبانو وروستۍ تاوتریخوالی د منلو نه دی، احتمال شه شورا پر نویو اقداماتو فکر وکړي

چهارشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۹
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې وروستۍ تاوتریخوالي په کلکه غندلی او خواشني یې پرې ښودلې ده.
د طالبانو وروستۍ تاوتریخوالی د منلو نه دی، احتمال شه شورا پر نویو اقداماتو فکر وکړي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې وروستۍ تاوتریخوالي په کلکه غندلی او خواشني یې پرې ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېری شوی دی او ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
 
دغه شورا زیاته کړې چې د دې تر څنګ په دغه تاوتریخوالي کې بشري حقونه نقض کېږي او عامه تاسیسات ورانېږي چې دغه اداره یې په کلکو ټکو غندي.

یاد شورا زیاتوي، په افغانستان کې باید د سولې خبرې چټکې کړل شي او ښکېل اړخونه دې د جګړې پر ځای پر مذاکراتو تمرکز ډېر کړي.

د امنیت شورا ټینګار کړي، چې د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی دوی ته د منلو نه دی او د دې احتمال شته چې دغه شورا پر نوو اقداماتو فکر وکړي.

سرچینه وايي، له همدې امله ښکېلو لورو ته په کار ده چې جګړه او د ملکي وګړو وژل ودروي او د سولې لار خپله کړي.

ملګرو ملتونو په هرات کې د دغه ادارې پر دفتر برید هم په کلکو ټکو غندلی او په وینا یې دغه ډول کړنې ښایي له افغانستان سره د نړیوالو اړیکې زیانمنې کړي.

د امنیت شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شنکر چې اوس د دغه شورا دوريي مشر دی، په تلېفوني خبرو کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي