۰
ملګري ملتونه:

طالبان دې بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي

سی شنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۵
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کې له طالبانو غوښتي، چې بشري حقونو او ټولو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
طالبان دې بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کې له طالبانو غوښتي، چې بشري حقونو او ټولو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غونډې ګډونوالو هېوادونو په ټینګار سره و ویل، چې د زور حکومت ورته د منلو نه دی.

د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو دا غږ هم وکړ، چې د طالبانو مسؤلیت دی چې اوس د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.

دوی وايي، طالبان باید بشري حقونو او همدا راز ټولو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او کړنو ته په کتو به یې په اړه هېوادونه پرېکړه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا زیاته کړې، چې یوازې پر ژمنو باور نه شي کولی، بلکې طالبان دې هغه څه په عمل کې ثابت کړي چې په وروستیو ورځو کې یې په خپلو اعلامیو کې ویلي دي.

د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي، نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي‌ چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځالې نه بدلیږي.

دی وايي، د افغانستان وضعیت په کلکه څاري او په ټولو په ځانګړي ډول په طالبانو باندې غږ کوي، چې د خلکو د حفاظت لپاره لاس په کار شي او ضمانت دې ورکړي چې بشري ضرورتونه پوره شي.

ګوتېرش د نړۍ له نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې افغان پناه غوښتونکي په زوره ونه شړي.

هغه زیاته کړه اوس د یووالي وخت دی او باید د نړۍ هېوادونه د یو بل تر څنګ ودریږي او په یو غږ سره په افغانستان کې د بشري حقونو ننګه وکړي.

نوموړي و ویل«زه له طالبانو او نورو اړخونو څخه غواړم چې د بشري حقونو قانون، حقوق د ټولو خلکو ازادۍ ته احترام ولري.»

دی وايي، له افغانستان څخه ورته د بشري حقونو د نقض راپورونه رسېدلي، د ښځو او نجونو چې تورې ورځې ته له بیا ګرځېدو ویره لري، د حقونو په اړه اندېښمن دی او باید د هغوی حقوق مصون وي.

په غونډه کې د امریکا، چین، روسیې، هند، ناروې او ویتنام په ګډون د ګڼو هېوادونو استازو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې باید په افغانستان کې له بشري ناورین څخه مخنیوی وشي.

دغه را د دغه هېوادونو استازو ټینګاروکړ، چې طالبان دې خپلې هغه ژمنې ثابتې کړي چې په وروستیو ورځو کې یې له افغانانو سره کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي