۰

امریکا پاکستان ته! که طالبانو د نړیوالو غوښتنې ونه منلې، مشروعیت مه ورکوی

سی شنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، له پاکستانه یې غوښتي، که طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه مني، نو مشروعیت د نه ورکوي.
امریکا پاکستان ته! که طالبانو د نړیوالو غوښتنې ونه منلې، مشروعیت مه ورکوی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، له پاکستانه یې غوښتي، که طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه مني، نو مشروعیت د نه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن دغه حرګندونې پرون دوشنبې د وږي ۲۲ مه د امریکا د کانګریس غړو ته د ځواب ویلو پر مهال کړې دي.

د کانګرېس غړو له بلېنکن نه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او ترهګرۍ د ګواښونو په اړه خبرې کولې او دا یې تایید کړه، چې پاکستان په افغانستان کې د وسله والو سره همکاري کړې ده.

 بلېنکن و ویل« څه چې موږ یې غواړو د پاکستان په ګډون د هېوادونو نه دا ټینګار دی چې که د طالبانو په مشرۍ حکومت کوم مشروعیت یا ملاتړ غواړي، د نړیوالې ټولنې توقعات دې پر ځای شي چي د طالبانو نه یي لري.»

دی وايي، لومړي توقع د طالبانو له خوا هغو کسانو ته اجازه ورکول دي چې غواړي د افغانستان نه ووځي.

د هغه په وینا، د میرمنو، نجونو او اقلیتونو د حقونو درناوی او پدې ژمنې عمل کول چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي، د نړیوالو بله غوښتنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې پاکستان باید د اکثریت نړیوالې ټولنې سره د د غوتوقعاتو په پر ځای کېدو کې ځان برابر کاندي.

نوموړي ویلي«د پاکستان پالیسۍ په ډیرو مواردو کې زموږ لپاره زیان رسونکې وې او په ځینو مواردو کې زموږ د ګټو او ملاتړ لپاره وې.»

انتوني بلنکین تایید کړه، چې پاکستان د حقاني شبکې په ګډون د طالبانو غړیو ته پناه ورکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي