۰
امریکا:

نور به قطر په افغانستان کې د امریکا استازیتوب کوي

شنبی ۲۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون د خوندیتوب صلاحیت په نامه سند لاسلیک کړ.
نور به قطر په افغانستان کې د امریکا استازیتوب کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون د خوندیتوب صلاحیت په نامه سند لاسلیک کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې سند کې دواړو لورو هوکړه کړې، چې نور به قطر په افغانستان کې د امریکا دیپلوماتیکي استازیتوب کوي.

دغه راز د دې سند پر بنسټ دوحه د امریکا د ګټو د ساتونکي نقش لري او د واشنګټن او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ د اړیکو په ټینګولو کې به مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، قطر به په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د امریکا د ګټو یوه څانګه پرانیزي چې ځانګړې کونسلي خدمات به وړاندې کوي او هم به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي تاسیساتو امنیت او اوضعیت څاري.

د تړون له مخې چې د روان کال د ډسمبر د میاشتې وروسته د اجرا وړ دی، قطر به په افغانستان کې د خپل سفارت یو شمیر کار کوونکي د امریکا د کارونو لپاره ځانګړي کړي او په دوحه کې د امریکا د سفارت او د بهرنیو چارو د وزارت سره به له نږدې کار کوي.

د دې تر څنګ قطر منلې چې په موقتي توګه به د شاوخوا ۸ زرو افغانانو چې د ځانګړو ویزو اخیستو لپاره یې غوښتلیکونه سپارلي، کوربه توب وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي