۰

ملګري ملتونه: افغان نجونو ته باید د تعلیم اجازه ورکړل شي

یکشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۳
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، افغانستان کې د نجونو د تعلیم پرمختګ باید په اوبو لاهو نه شي او باید د زده کړو اجازه ورکړل شي.
ملګري ملتونه: افغان نجونو ته باید د تعلیم اجازه ورکړل شي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، افغانستان کې د نجونو د تعلیم پرمختګ باید په اوبو لاهو نه شي او باید د زده کړو اجازه ورکړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف ادارې پرون شنبې د تلې ۱۷ مه په یوه ټویټ کې ویلي، تر ۲۰۰۱میلادي کال مخکې یوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه تلله، خو اوس د دوی شمېر ۴ میلیونو ته رسېږي.

یونیسف ټينګار کړی، چې افغان نجونو په دې برخه کې اوږد مزل کړی او د باکیفیته تعلیم لپاره د دوی حقونه باید خوندي وي.

یونیسف په خپل ټویټ کې«موږ نه شو کولی چې د دوی دا پرمختګ په اوبو لاهو کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په تازه څرګندونو کې غوښتي، چې افغانستان کې باید نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي او ښوونځي بېرته پرانستل شي.

یونیسف دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړې وه او تر هغې پورته ټولګیو ښوونځي تر اوسه په ځینو ولایتونو کې نه دي پرانستل شوي.

خو تازه راپورونه وايي، چې اسلامي امارت په بلخ، سرپل او ځينو نورو ولایتونو کې تر ۱۲ ام ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړې او ښوونځي پیل شوي دي.

اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې دوی د زده کړو مخالف نه دي، بلکې غواړي د یوه سیستم په چوکاټ کې ټولو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي