د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړې ادرې مسوولین وایي، د افغان ماشومانو او میندو سره د مرستې په خاطر یې افغانستان کې سیار یا ګرځنده ټیمونه جوړ کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونیسف وايي، دغه سیار ټیمونه د افغانستان په ډېری برخو کې یله مېندو او ماشومانو سره په مرستو بوخت دي.
د یونسیف ادارې د اسیايي برخې مطبوعاتي څانګې ویلي، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان او مېندې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د دوی په وینا سیار ټیمونه د افغانستان په ډېری ولایتونو او ولسوالیو کې کار کوي، له مېندو او ماشومانو سره مرسته کوي او تر څنګ یې د اړمنو پر سروې بوخت دي.
دغه اداره وايي، جدي اړتیا ده چې نړیوال مرستندوی بنسټونه په افغانستان کې له لوږې او خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره پر وخت اقدام وکړي او په دې توګه دوی له احتمالي ناورین وژغوري.
جمهورخبري آژانس:کابل