۰
یونیسف:

یوازې دسمبر میاشت کې ۱۳۵ افغان ماشومان مړه شوي دي

دوشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۹
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي، افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاو د کمښت له امله ۱۳۵ ماشومانو یا روغتون او یا روغتون ته پر لاس ژوند له لاسه ورکړی دی.
یوازې دسمبر میاشت کې ۱۳۵ افغان ماشومان مړه شوي دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي، افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاو د کمښت له امله ۱۳۵ ماشومانو یا روغتون او یا روغتون ته پر لاس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، چې زیاتره دغه ماشومان د تنفسي ستونزو او یا د ششش د خرابېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې افغانستان کې د روغتیايي سکتور د سقوط له امله پر تنفسي ناروغیو د اخته کېدو پېښې زیاتې شوې دي.

دغه اداره وايي، د روغتیايي کارکونکو د معاشونو نه ورکړې له امله د افغانستان په ټولو برخو کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه او روغتونونه تړل شوي او کله چې ماشومان له ناروغۍ سره مخ شي نو د روغتون د بندو دروازو مخ ته ودرېږي.

یونیسف زیاته کړې، چې د افغانستان اقتصادي سقوط د دې لامل شوی، چې د دغه هېواد ۹۵ سلنه وکړي له لوږې سره مخ شي او دغه ستونزې تر ټولو ډېر په روغتیايي سکتور اغېز کړی دی.

د یونیسف په راپور کې ټینګار شوی، چې د افغانستان د روغتیايي سیستم پاشل کېدو، د دغه هېواد د پانګې کنګل کېدو او د نړیوالو د مرستې درېدنې په افغانستان کې د ماشومانو مړینه زیاته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي