د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تاجکستان له بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهیر الدین سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف او مهیرالدین پرون جمعه د لړم ۷ مه تلېفوني خبرې او توافق کړی، چې د افغانستان برخه کې به خپلې همغږۍ پیاوړې کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د مهیر الدین له قوله ویل شوي، چې د افغانستان په اړه د مسکو او ځینو نورو غونډو پرېکړې باید په همغږۍ سره عملي شي.
روسي او تاجک چارواکي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د مسکو غونډه کې په ډاګه ویلي، که طالبان د نړیوالو له خوا د خپل حکومت په رسمیت پېژندل غواړي، نو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې باید د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل