د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني یوه پلاوي ته دنده سپارلې تر څو د دیني مدرسو د فارغیو او او مجاهدینو د رتبو د تثبیت لپاره یوه طرحه جوړه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني ټینګار کړي، چې د دیني مدرسو فارغینو او دغه راز هغه مجاهدینو ته چې په تېر ۲۰ کاله کې یې فعالیت کړی دی رتبې ورکړل شي.
نوموړي د وزیرانو شورا په یوه غونده کې د بېلا بېلو ارګانونو څخه جوړ یوه پلاوي ته لارښوونه کړې، تر څو په دې اړه پلټنې وکړي او وروسته یوه طرحه چمتو کړي.
د دیني مدرسو د فارغینو او مجاهدینو د رتبو د تثبیت لپاره خپله د ښاغلي حقاني تر ریاست لاندې او د چارو ادارې د معین شیخ نورالحق، د معارف د سرپرست وزیر شیخ نورالله او د عدلیې وزارت د عمومي حقوقو د رییس مولوي نورالله په ګډون یو پلاوی ټاکل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل