۰

کندوز کې یو قومي مشر په چړو وژل شوی دی

چهارشنبه ۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۰
سیمه ییز چارواکي او سرچینې وايي، کندوز ولایت کې یو قومي مشر د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا د چړو په ګذارونو وژل شوی دی.
کندوز کې یو قومي مشر په چړو وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي او سرچینې وايي، کندوز ولایت کې یو قومي مشر د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا د چړو په ګذارونو وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د لیندۍ ۳۰ مه) د کندوز ولایت چهاردرې ولسوالۍ پله ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

وژل شوی قومي مشر ښایسته محمد توتاخېل نومېږي چې د خپلوانو په وینا یې تېره شپه د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په چړو وهل شوی او وژل شوی دی.

دوی وايي، له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او د دې قتل علت او عوامل هم معلوم نه دي.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړې د څلور ماشومانو پلار وو.

  دکندوز سیمه ییز چارواکي دغه پيښه تائیدوی او زیاتوې، چې اړوند امنیتي ارګانونو په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي