۰

اسلامي امارت: ملي شورا به ډېر ژر بېرته فعالیت پیل کړي

شنبی ۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۴
د افغانستان اسلامي امارت وايي، د هېواد ملي شورا (ولسي او مشرانو جرګې) به ډېر ژر بېرته فعالیت پیل کړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
اسلامي امارت: ملي شورا به ډېر ژر بېرته فعالیت پیل کړي
د افغانستان اسلامي امارت وايي، د هېواد ملي شورا (ولسي او مشرانو جرګې) به ډېر ژر بېرته فعالیت پیل کړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت دغه خبر پر داسې مهال ورکوي، چې په تازه اقدام کې یې دوه وزارتونه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون لغوه کړي دي.
د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد آزادې رادیو ته ویلي، په اوس وخت کې د پارلماني چارو او سولې چارو وزارتونو اړتیا نه وه، نو ځکه د کابینې د پرېکړې پر اساس لغوه اعلان شول.

همدارنګه ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د کابینې د پرېکړې پر اساس د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د اوس لپاره لغوه شوی خو په وینا یې د اړتیا په صورت کې ښايي لغوه شوي وزارتونه او کمېسیونونه بېرته رامنځ ته شي.

نوموړي ویلي، د دغه وزارتونو او کمېسیون د لغوه کېدو لامل اقتصادي ستونزې او په اوس وخت کې دغه ادارې چې کار یې نه و پر دولت یو ډول بار وو.

ښاغلي مجاهد د پارلماني چارو د وزارت په اړه وایي، دغه وزارت هم د وخت د اړتیا له مخې رامنځ ته شوی و، او په راتلونکې کې د مشرانو او عامه شوراګانو په جوړېدو سره ښايي بېرته فعال شي.

د اسلامي امارت ویاند د عامه شورا په اړه چې ایا موخه یې ولسي جرګه ده او که کومه بله شورا به جوړ شي څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي و، چې د علماوو یوه ستره شورا به جوړېږي تر څو د هېواد د مختلفو موضوعاتو په حل کې حکومت ته مشورې ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي