۰
مولوي عبدالسلام حنفي:

د کجکي بند لپاره الکترونيکي تجهيزات د په عاجل ډول وپېرل شي

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۸
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي امر کړی، چې د کجکي بند لپاره الکترونيکي تجهيزات د په عاجل ډول وپېرل شي.
د کجکي بند لپاره الکترونيکي تجهيزات د په عاجل ډول وپېرل شي
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي امر کړی، چې د کجکي بند لپاره الکترونيکي تجهيزات د په عاجل ډول وپېرل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي دغه لارښوونه پرون یکشنبې د زمري ۲۶ مه په یوه اقتصادي غونډه کې کړې ده.

د ښاغلي حنفي په مشرۍ په دغه اقتصادي غونډه کې د ميوند بانک د تعاملاتو ښه کېدو او پياوړتيا، په فابريکو کې د سيخ ګول وضعيت، د هېواد په بندرونو کې د نفتي موادو د ازموينې لابراتوارونو عصري کولو او د البدر صنعتي کمپلکس د خنډونو په اړه بحث وشو.

د اسلامي امارت عمومي وياند ذبيح الله مجاهد وايي، ‏په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې کندهار او هلمند ولايتونو ته د کجکي بند د برېښنا لېږد لپاره الکترونيکي تجهيزات په عاجل ډول ژر تر ژره وپېرل شي.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، په کجکي بند کې کار په شدت جريان لري او په راتلونکي وري مياشت کې به د کجکي برېښنا بند د تولید ظرفیت ۱۵۰ميګا واټو ته ارتقا وکړي.

د یادونې ده، څه موده مخکې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو وويل، چې افغانستان به د بریښنا په يوه مهم تولیدي او صادراتي هېواد بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د خپلې بریښنا څه باندې ۷۰ سلنه د ګاونډيو هېوادونو له بریښنا څخه تامینوي او طالبان یې له کبله څو ميليارده ډالره پوروړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي