د پاکستان د ولسي جرګې رییس سردار ایاز صدیقي وايي، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صدیقي دغه څرګندونې د پاکستان لپاره د آلمان له سفیر او د یاد هېواد د امنیتي پالیسۍ د فدرالي اکاډمۍ له لوړپوړو چارواکو سره د کتنې پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان د پاکستان ګاونډی هېواد دی او سوله ییز افغانستان زموږ او ټولې سیمې په ګټه دی.
دی وايي، پاکستان غواړي د متحده ایالاتو او همداراز له ګاونډیو هیوادونو سره د دوه اړخیز درناوي او مساوات پر بنسټ ښې اړیکې ولري.
د پاکستان د ولسي جرګې رییس ټینګار کړی، چې هېواد یې د سیمې د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې دوامداره هڅو کې مرستو ته چمتو دی.
جمهورخبري آژانس:کابل