په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي، د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر ریحان محسود هم د دوی په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د ناټو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ریحان د تېرې فبرورۍ په ۲۲ مه د افغانستان په پکتیکا ولایت کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محسود له القاعده ډلې سره هم اړیکې لرلې، چې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې و وژل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۲۷مه د دغه ډلې مشر هم په پکتیکا کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی و.
جمهورخبري آژانس:کابل