د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس او د سعودي عربستان پادشاه شهزاده محمد بن سلمان د افغان طالبانو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ماتیس او سلمان خبرې هغو طالبانو ته د خونديتوب پر چمتو کولو راڅرخېدې، چې د سولې خبرو ته لیوالتیا ښيي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، د ښاغلي ماتیس او ښاغلي سلمان د خبرو موضوع د افغانستان په سوله کې د سعودي عربستان د رول څرنګوالی او له هغو طالبانو سره همکاري وه چې د سولې خبرو ته ليوالتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماټیس افغانستان ته تر راتګ وړاندې خبریالانو ته ویلي و، داسې نښې يې لیدلې دي چې د طالبانو یو شمېر غړي له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي.
که څه هم افغان حکومت وسله والو طالبانو ته نېږدې څلور اوونۍ وړاندې د سولې بې قید شرط وړاندیز کړی او په دې تړاو یې یوه طرحه وړاندې کړې ده، خو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت دغه وړاندیز ته غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل