سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات – کندهار پر لویه لار د هرات ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار سه شنبې د وري ۷ مه د هرات- کندهار پر لویه لار د هرات ولایت د کوه زور ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.
د هرات د والي ویاند جیلانی فرهاد وايي، پېښه د دوه مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، خو دا چې څه ډول موټر و جزیات یې نه دي ورکړي.
دی زیاتوي، چې په دغه پېښه کې د درې مېرمنو او دوه ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه د هرات روغتون ته وړل شوي دي.
د هرات د والي ویاند زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د ۷ تنو روغتیايي حالت ښه نه دی.
جمهورخبري آژانس:هرات