د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۹۴ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د غوايي ۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.
خبرپانه وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار، کونړ، کاپيسا، غزني، خوست، لوګر، پکتیا، اروزګان، زابل، هلمند، هرات، فراه، فاریاب، بلخ، قندوز او تخار ولایتونو کې د وسله والو پر ضد ۶۵ ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د ۱۷ داعشیانو په ګډون ۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو په تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دفاع وزارت په دغه خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي، خو سیمه ییز چارواکي وايي، په بادغیس ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې د پوځ او پولیسو ۱۴ سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل