سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو کسانو پر دوه سوداګرو برید کړی او وژلي یې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ شنبې د غبرګولي ۵ مه د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د قرباغ ولسوال محمد عظیم دل آقا وايي، دغه دواړه سوداګرو موټر خرڅوونکي وو او په خپله موټر فروشۍ کې پر وسله والو کسانو برید کړی او وژلي یې دي.
د هغه په وینا برید کوونکي په کرولا موټر کې سپاره و او تر برید وروسته له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
دی زیاتوي، چې د یادې وژنې لامل تر اوسه معلوم نه دی او نه هم برید کوونکي نیول شوي خو په اړه یې پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل