په سویل کې د پوځ چارواکي وايي، په اروزګان او زابل ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان کمانډو ځواکونو د اروزګان د دهراود ولسوالۍ به انارجوی او ترینکوټ کې عملیات تر سره کړي دي.
په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، په دې عملیاتو کې ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې هم افغان پوځیانو عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار