سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه سهار ۹ بجې د جلال آباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، پېښه د هاوان د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړې، ماشومانو پر دې مرمۍ لوبې کولې، چې پرې چاودنې او د معلوماتو له مخې درې ماشومان په کې ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار