د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ پرېوتې، چې له امله یې د ماشومانو په ګدون پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۰ مه ماښام مهال د زابل د شاجوی ولسوالۍ اړوند یوه کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، د هاوان مرمۍ په یوه کور لګېدلې، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی، یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ټپیان د درملنې په موه روغتون ته وړل شوي، چې له درملنې وروسته بېرته رخصت کړای شوي دي.
هغه وايي، هاوان د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوی وو، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:زابل