هندي رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکوي، چې هند به ډېر ژر په افغانستان کې د شاتوت بند د جوړولو چارې پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې د شاتوت بند جوړلو چارې به راتلونکې میاشت پیل شي.
رسنۍ وايي دا خبره هغه هندي حکومتي سرچینو ورته کړې، چې د نړیوال بانګ په تمویل د شاتوت بند پر پروزه کار کوي.
دغه سرچینو هندي ورځپاڼې سټیټسمن ته ویلي، چې د یاد بند په جوړلو به شاوخوا ۲۳۶ میلیونه ډالر ولګېږي او په راتلونکو دریو کلونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
باید و ویل شي، چې هند تر دې وړاندې هم د افغانستان د بنسټیزو پروژو په جوړلو کې برخه اخیستې، چې ښه بېلګه یې په هرات ولایت کې د سلما بند جوړول دي.
د شاتوت اوبو بند به د کابل دوه میلونه وګړوته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او شاوخوا څلور سوه زره هکتاره کرهنیزه ځمکه به هم خړوبه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت هم تېره اوونۍ ویلي، چې د شاتوت بند جوړلو چارې به په یوه میاشت کې پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل