د کورنیو چارو وزارت په لوګر ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان او د هغه د دوه تنو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شبنې د زمري ۱۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د داودخېلو په کلي کې د وسله والو پر ضد عملیات تر سره کړل.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د نجیب الله مشهور په همت د طالبانو یو مهم قوماندان له دوه تنو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
خبرپاڼه وايي، قوماندان نجیب الله د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې په ګڼو ترهګریزه بریدونو او فعالیتونو کې لاس درلود.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
[
جمهور خبري آژانس:کابل