راپورنه وايي، له پاکستان د خپرېدوونکي اردو ژبې ورځپاڼې خبرئن ورځپاڼې یو مهم لیکوال محمد سیعد بات د نامعلومه وسله والو کسانو په دزو وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لیکوال سعید بات پرون سه شنبې د وږي ۲۰ مه د پاکستان د پنجاب ایالت په خانیوال ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د پنجاب پولیسو ویلي، د اردو ژبې خبرئن ورځپاڼې لیکوال محمد سعید بات په خانیوال ولسوالۍ کې خپل استوګڼځای ته نېږدې د وسله والو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.
پولیس وايي، برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي خو د دغه قتل سره د تړاو په تور درې تنه نیول شوي، چې دا مهال پوښتنې ترې روانې دي.
په ورته وخت کې د پنجاب خبریالانو، خبري ټولنو او د رسنیو مسوولینو د پاکستان له قضایه قوې جدي غوښتنه کړې، چې د دغه پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
جمهورخبري آژانس:کابل