پولیسو په هرات ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر دروازه، چې د معترضینو له خوا تړلې شوې وه بېرته پرانسته او اعتراض کوونکي له سیمې تښتدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات پولیسو نن یکشنبې د وږي ۲۵ مه د دغه دفتر دروازه پرانسته او د دفتر کارکوونکو خپل کار پیل کړی دی.
د هرات د پولیسو مشر جنرال امین الله امرخېل وايي، هېچا او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د ټاکنیزو بنسټونو د کار پر وړاندې خنډ او دغه ملي پروسه له ستونزو سره مخ کړي.
جنرال امرخېل و ویل، پولیس اړ دي، چې د ټاکنو کمېسیون امنیت او فعالیت څخه ساتنه وکړي او په همدې موخه نن د اړتیا وړ ځواک سیمې ته ولېږل شو، تر څو د کمېسیون کارکوونکي په ډاډه زړه خپل کار ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د لوی ملي ائتلاف ټلوالې پرون په هرات، بلخ، سرپل او کندوز ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون اړوند دفترونه تړلې دي.
د دغه ائتلاف غړو او پلویانو ویلي، دغه دفترونه یې د ټاکنو په پروسه کې د شوې درغلۍ او د دوی د غوښتنو د نه منلو په پار تړلي دي.
جمهورخبري آژانس:هرات