ملګري ملتونه وايي، کال کې یې د کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې د اړیکو یو ځانګړی مرکز جوړ کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه مرکز د آواز په نوم دی او پرون دوشنبې د وږي ۲۶ مه په کابل کې پرانستل شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ٤١٠ شمېرې له لارې ټول خلک په ځانګړي ډول راستانه شوي کډوال او بې ځايه شوې کورنۍ کولى شي چې له دې مرکز سره د خپلو ستونزو د حل لپاره اړيکه ونيسي.
ملګرو ملتونو په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې یاد مرکز د اړيکې نيوونکو کسانو ستونزې له اړوندې ادارې سره شريکوي څو د حل لار ورته پيدا کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال توبي لنزر د ياد مرکز د پرانېستې په مراسمو کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره دغه مرکز په افغانستان کې جوړ شو.
توبي لنزر زیاته کړې، چې دغه مرکز به وکولى شي په افغانستان کې زيانمن شويو کورنيو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل