د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په ۷۳ مه عمومي غونډه کې د ګډون په موخه امریکا ته ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله نن یکشنبې د تلې لومړی نېټه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل څخه نیویارک ته روان شو او ټاکل شوې په دغه غونده کې وینا وکړي.
د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، عبدالله به دغه غونده کې د وینا پر مهال د افغانستان د سیاسي، امنیتي حالت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې، د ټاکنو، حکومت ولۍ، له فساد سره د مبارزې، زده کړو د ښځو د پرمختګ، د اقتصادي پلانونو، سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ په اړه د افغان حکومت رسمي دریځ روښانه کړي.
دغه راز ښاغلي عبدالله به د دغه سفر په څنډو کې د ملګرو ملتونو له عمومي مشر، د یو شمېر هېوادونو له ولسمشرانو، لومړي وزیرانو، او بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا توګه وګوري او د افغانستان او سیمې پر موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.
په خبرپانه کې ویل شوي، اجرائیه رییس به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب په هغه مېلمستیاو کې هم ګډون وکړي، چې د ولسمشرانو او لومړي وزیرانو له پاره جوړېږي.
باید و ویل شي، چې د اجرائیه رییس سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني او یو شمېر نور چارواکي هم مل دی.
جمهورخبري آژانس:کابل