د جرمني حکومت ویلي نور به هغه افغانانو ته په خپل هېواد کې قبولي ورنکړي، چې په افغانستان کې یې له الماني ځواکونو سره کار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د المان حکومت ویلي په دې وروستیو کې په مزار شریف ښار کې یو شمېر افغانانو لاریون کړی دی او د دې غوښتونکي دي چې المان ته بوتلل شي.
خو وايي، نور هغه افغانان نه مني چې د دوی له ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.
په مزارشریف کې ۱۲۰ هغه کسانو چې له الماني ځواکونو سره یې کار کړی په لاریون لاس پورې کړی و او ویل یې المان ځکه باید دوی ته پنا ورکړي، چې افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی.
. خو د المان حکومت ویلي، نږدې ۳ نیم زره کسانو ته یې په المان کې قبولي ورکړې ده او د لاریون کوونکو اعتراضونه به دوی اړ نه کړي چې دغه کسان المان ته بوځي.
د المان ددفاع وزارت ویلي د دوی څېړنې ښيي چې د دغو کسانو ژوند له خطر سره مخ نه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل