د ملي امنیت ریاست کابل ښار کې د وسله والو طالبانو د ۹ غړو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په وینا يې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن چهارشنبې د تلې ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه غړي په څو عملیاتو کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي نیول شویو کسانو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې په ترهګریزه فعالیتونو بوخت و، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ونیول.
د ملي امنیت ریاست زیاته کړې، نیول شویو کسانو د سړک د غاړې په ماین اېښودلو، کمین نیولو او د حکومت خلکو او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ د لارې په اړه معلومات ټولول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل