د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ۱۴ تنو چې په ترهګرۍ تورن دي د اعدام حکم تایید کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځ دغه ۱۴ تنه په امنیتي ځواکونو، پولیسو د بریدونو، د ملکي وګړو د ترور او دغه راز پر زده کړیزه موسیساتو د بریدونو او هغو ته د اور اچولو په تور تورن کړی دی.
پوځ زیاته کړې، چې د دغه کسانو په بریدونو کې ۳ ملکیان او ۱۹ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي وو.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پر دغه ترهګرو شوی د اعدام حکم به ډېر ژر عملي شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د وږي میاشتې په ۱۳ مه نېټه هم د پاکستان د پوځ مشر د ۱۳ تنو د اعدام حکم تایید کړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل