افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه ادعا په اړه د جدي پلټونو غوښتنه وکړه، چې ویل کېږي د افغانستان د فوټبال فدراسیون ځینې افغان لوبغاړې جنسي ځورولې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر په همدې تړاو پرون دوشنبې ماښام د المپیک د ملي کمېټې ريیس او یو شمېر لوبغاړي ارګ ته وروغوښتل.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر و ویل، چې د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې د څو تنو لوبغاړو د شکایت په اړه باید جدي پلټنې وشي.
د افغانستان د نجونو د فوټبال څو لوبغاړو تور پورې کړی چې د هیواد د فوټبال د فدراسیون مسوولانو او روزونکي ځورولي او جنسي تېری یې پرې کړی دی.
دغه شکایتونه په لومړي ځل د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې او وروسته نورو رسنیو خپرو او ولسمشرۍ غني هم دا راپورونه بوږنوونکي بللي دي.
ښاغلي غني ویلي« د ورزشکارانو هیڅ ډول اهانت د منلو نه دی، لویه څارنوالي باید په خپل ټول صلاحیت دا قضیه په هر اړخیزه او مکمله توګه وڅېړي.
ولسمشر غني وايي، له خپل مقام او موقف څخه سو استفاده د منلو نه ده او په سپورتي اورګانونو کې باید اخلاقي اصول بشپړ رعایت شي.
غونډه کې د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل چې د دې قضیې په اړه یې څېړنه پیل کړې او د لویې څارنوالۍ د مرستیال په مشرۍ یې د تحقیقاتو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی.
لوی څارنوال ټینګار وکړي، چې دا قضیه به په هراړخیز ډول وڅېړي او د خپل کار نتیجه به ډېر ژر له ولس سره شریکه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل