سیمه ییز چارواکي وايي، د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره شپه (د لیندۍ ۱۲مه) وسله والو طالبانو په صیاد ولسوالي برید وکړ او تر سهاره جګړې دوام درلود.
د صیاد ولسوال حیات الله حیات ویلي، د طالبانو په برید کې د صیاد امنیه قوماندان، دوه پولیس او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
د هغه په وینا د افغان ځواکونو سره په دې نښته کې ۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي د نښتې پر مهال ځینې پوستې هم طالبانو نیولې وې خو اوس بېرته ترې افغان ځواکونو نیولې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:سرپل