افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلړ تېره پنشنبې د مرغومي ۶ مه اسلام آباد ته ولاړ او په راولپنډۍ کې یې له جنرال باجوه سره وکتل.
د پاکستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي جنرال باجوه له جنرال مېلر سره خبرو کې ټینګار وکړ، چې هېواد یې افغانستان کې د سولې خبرو ته د زمینې برابرو برخه کې همکاري وکړي.
سرچینه زیاتوي په دې لیدنه او خبرو کې دواړو لورو ویلي افغانستان کې د سولې خبرې هله بریا ته رسېدلی شي، چې مشرۍ یې د افغانانو پر غاړه او ټولو افغانان په کې برخه ولري.
که څه هم د دې خبرو بشپړ جزیات نه دي خپاره شوې، خو له دې وړاندې په وار وار امریکايي چارواکو ټینګار کړی، چې امریکا هڅه کوي نور افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او پاکستان باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل