په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ملي اردو ځواکونو ننګرهار ولایت کې دوه تنه له ۳۷ میله وسولو سره یو ځای نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیول شوي کسان او وسلې نن سه شنبې د سلواغې ۲ مه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا په انګړ کې خبریالانو ته وښودل شول.
د لوا قوماندان برید جنرال عبدالکریم نیازي د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې قاچاق کوونکو ۳۷ میله تومانچې په یوه ټوډي موټر کې ځای پر ځای کړې وي او غوښتل یې کابل ته یې ولېږدوي او د ولسمشر ټاکنو پر مهال تخریبي فعالیتونه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه وسلو د لېږد په تړاو دوه تنه قاچاق کوونکي هم نیول شوي، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.
بل خوا جنرال نیازي د ننګرهار په بېلا بېلو ولسوالیو کې وروستي عملیات بریالي وبلل او ویې ویل، چې د غني خېلو، مومند درې او لعلپورې ولسوالۍ ۹۰ سلنه خاوره له وسله والو پاکه شوې ده.
دی وايي، په لعلپوره ولسوالۍ کې عملیات لا هم دوام ولري او د وسله والو ګڼ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار