سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې پنځو تنو وسله وال طالبانو ته د خپل ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د وري ۷ مه سهار مهال د مرکز کلات او شینکۍ ولسوالۍ تر منځ پر غځېدلې لار رامنځ ته شوې ده.
د شینکۍ ولسوال امیر جان الکوزی وايي، طالبانو پر دغه لار ماین اېښود، چې خپله یې پر دوی چاودنه کړې او درې طالبان یې وژلي دي.
د هغه په وینا په دغه چاودنه کې دوه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:زابل